نننۍ نړۍ د ژورو طبقاتي تضادونو ډګر دی: له یوې خوا د شتمنۍ او واک راټولېدل د یوې محدودې لږکۍ په لاس کې، او له بلې خوا میلیونونه زحمتکښ انسانان چې له بېوزلۍ، ګرانۍ، د دندو له ناامنۍ او د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه له محرومیت سره لاس او ګرېوان دي. جګړې، اقتصادي بحرانونه او د عامه خدمتونو کمزوري کېدل یو ځل بیا دا حقیقت څرګندوي چې حاکم ټولنیز مناسبات د انسانانو برخلیک په نابرابره توګه ټاکي.
خو تاریخ له مخکې لیکل شوی برخلیک نه دی!
په کارخونو او عامه خدمتونو کې د کارګرانو له اعتصابونو څخه د ځوانانو تر سړکونو پورې، د عادلانه مزد له مبارزې څخه د تبعیض او جګړې پر وړاندې تر مقاومت پورې، د بدلون ځواک د ټولنې په زړه کې رامنځته کېږي. خو یوازې نارضایتي د بنسټیز بدلون لپاره بسنه نه کوي. طبقاتي پوهه، آګاهانه سازمانورکونه او د بېلابېلو مبارزو نښلول له یوې روښانه سیاسي موخې سره، د دې شرطونه دي چې اعتراض په اغېزمن ټولنیز ځواک بدل شي.
د مارکسیستي ـ لینینستي لیدلوري له مخې، ټولنه د تولیدي مناسباتو، طبقاتي ګټو او د ټولنیزو ځواکونو له مبارزې پرته نه شي پېژندل کېدای. پایدار بدلون هم په تشو شعارونو او مجردو هیلو نه رامنځته کېږي؛ بلکې د واقعیت علمي پېژندنې، منظمې تشکیلاتي مبارزې، د خلکو آګاهانه ګډون او د نظریې او عمل د ټینګ تړاو غوښتنه کوي.
د افغانستان لپاره دا اړتیا دوهچنده اهمیت لري. پراخه بېوزلي، بېکاري، د ښځو او نجونو له اساسي حقونو څخه محرومیت او د ژوند د لګښتونو بحران یوازې بېلې بېلې ستونزې نه دي؛ دا هغه مسئلې دي چې د ټولنې راتلونکی او د انسان د رښتینې ازادۍ امکان تر پوښتنې لاندې راولي. د دې وضعیت ځواب داسې ځواک ته اړتیا لري چې پوه، مسؤول، سازمانیافته او د کارګرانو، زحمتکښانو، ښځو او ځوانانو په منځ کې ریښې ولري؛ داسې ځواک چې ټولنیزه ازادي د اشخاصو په بدلون کې نه، بلکې د ظلم او استثمار په مناسباتو کې په بنسټیز بدلون کې ولټوي.
کارګره طبقه او د زحمتکښانو پراخې پرګنې هغه مهال د تاریخ په ټاکونکي ځواک بدلېدای شي چې له تیتوپرک حالت څخه پیوستون، له نارضایتۍ څخه طبقاتي پوهې او له جلا جلا اعتراضونو څخه آګاهانه سازمانورکونې ته واوړي.
تاریخ د نندارچیانو په تمه نه درېږي. راتلونکی هغه کسان جوړوي چې واقعیت پېژني، د بدلون لپاره سازمان مومي او د مبارزې مسؤولیت په آګاهانه توګه پر اوږو اخلي.
عملي بلنلیک
له کارګرانو او زحمتکښانو، له پوهېلرونکو ښځو او ځوانانو، ښوونکو، محصلانو او د عدالت له ټولو پلویانو څخه غوښتنه کوو چې له بېعملۍ او تیتوپرک حالت څخه راووځي: د کار او ژوند په چاپېریالونو کې د بحث او پوهاوي کړۍ جوړې کړي؛ خپلې ګډې تجربې او غوښتنې سره وتړي؛ د کارګرانو او محرومو خلکو له حقونو دفاع وکړي؛ د تبعیض، جګړې او د اساسي حقونو د سلبولو پر وړاندې بېتفاوته پاتې نه شي؛ او د خپلواکو، مسؤولانه او ځوابویونکو تشکیلاتو د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.
هر ګام باید آګاهانه، سازمانیافته، ډلهییز او د خلکو پر واقعي اړتیاوو ولاړ وي. پیوستون په ورځني عمل بدل کړو، پوهه د مبارزې له تجربو سره وتړو او اجازه ورنه کړو چې د زحمتکښانو غږ د واکمنو د ګټو تر سیوري لاندې چوپ شي.
راتلونکی په انتظار نه جوړېږي؛ بلکې د واقعیت په پېژندلو، د خلکو د ځواکونو په یووالي او د ټولنیز عدالت لپاره په پرلهپسې مبارزه جوړېږي.
پوهه، سازمانورکونه او پیوستون په عملي ځواک بدل کړو؛ تاریخ د خلکو پراخې پرګنې جوړوي!