۳ نومبر ۱۹۱۸؛ د کیل د سمندري ځواکونو له پاڅون څخه د نومبر تر انقلاب پورې؛ کارګره طبقه، سیاسي واک او د تاریخ تلپاتې درسونه
د ۱۹۱۸ کال د نومبر په درېیمه، د جرمني د کیل په بندر کې زرګونه سمندري سرتېري، کارګران او ښاریان واټونو ته راووتل او د هغو قوماندانانو پر وړاندې ودرېدل چې غوښتل یې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروستۍ او بېپایلې جګړې ته یې واستوي. دغه لاریون، چې د پوځي ځواکونو له خوا له ځپلو او د اوو لاریونوالو له وژل کېدو سره مخ شو، په چټکۍ سره د جرمني د سمندري ځواکونو، سرتېرو او کارګرانو په منځ کې په یوه پراخ پاڅون بدل شو.
هغه څه چې په کیل کې پیل شول، یوازې د یو شمېر سمندري سرتېرو پاڅون نه و؛ بلکې د یوه داسې انقلاب لومړنۍ لمبې وې چې د جرمني امپراتورۍ بنسټونه یې ولړزول او د اروپا د تاریخ مسیر یې بدل کړ.
هغه امپراتوري چې پر پوځي ځواک، اوسپنیز نظم او د ولسونو پر اطاعت ولاړه وه، له یوه بنسټیز حقیقت سره مخامخ شوه: هېڅ پوځ له خپلو سرتېرو پرته جګړه نه شي کولای، هېڅ فابریکه له خپلو کارګرانو پرته تولید نه شي کولای، او هېڅ سیاسي نظام د هغو خلکو پر اراده د تل لپاره واکمني نه شي کولای چې له اطاعت څخه یې سرغړونه کړې وي.
د ټولنې رښتینی ځواک یوازې په ماڼیو او پوځي قرارګاوو کې نه دی راټول شوی؛ بلکې د هغو سازمانیافته انسانانو په ځواک کې نغښتی دی چې د تولید او ټولنیز ژوند څرخونه په حرکت راولي.
لومړی درس: سیاسي واک د خلکو له سازمانیافته ځواک پرته پایښت نه شي موندلای
د کیل سمندري سرتېرو د خپل برخلیک د بدلون لپاره د پوځي قوماندانانو پرېکړو، د سیاستوالو هوکړو او یا پارلماني ژمنو ته انتظار ونه کړ. هغوی د قوماندانانو د غیرانساني امر پر وړاندې ودرېدل او اعتراض یې په یوه پراخ ولسي خوځښت بدل شو.
د نومبر په څلورمه په کیل کې د کارګرانو او سرتېرو شورا جوړه شوه او د نومبر په پنځمه پر بېړیو سور بیرغونه پورته شول. دغه خوځښت د جرمني نورو ښارونو ته هم وغځېد او د کارګرانو او سرتېرو شوراګانې د انقلابي واک پر مهمو مرکزونو بدلې شوې.
د ۱۹۱۸ کال د نومبر په نهمه، د انقلاب د پراخېدو په پایله کې د دویم ویلهلم قیصر واکمني پای ته ورسېده او د جرمني جمهوریت اعلان شو. دغو بدلونونو وښوده چې کله د کارګرانو او سرتېرو پراخې ډلې له تیتوپرک حالت څخه راووځي او په یوه هوښیار او سازمانیافته ځواک بدلې شي، کولای شي د یوه سیاسي نظام بنسټونه وننګوي.
خو تاریخ موږ ته یو بل حقیقت هم راښيي: د واټونو نیول او د شوراګانو جوړول په یوازې ځان د انقلاب د بریا ضمانت نه شي کېدای. ټولنیز ځواک هغه مهال په پایدار سیاسي واک بدلېدای شي چې له باخبره رهبرۍ، روښانه پروګرام او منسجم سازمان څخه برخمن وي.
څو ورځې وړاندې، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په دېرشمه، د ۲۲ هېوادونو په ۱۱۳ بندرونو کې کارګرانو او کارګري اتحادیو د همغږو اعتصابونو او اعتراضونو له لارې د وسلو او جګړهییز ماشین د لېږد په ځنځیر کې د بندرونو له رول سره خپل مخالفت څرګند کړ. دغه خوځښت د کارګرې طبقې د نړیوالې پیوستون او د جګړهپالنې او د مرګ د سوداګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې د ځواک یوه معاصره بېلګه ده.
له ۱۹۱۸ کال د کیل څخه د ۲۰۲۶ کال تر نړیوالو بندرونو پورې، یو حقیقت لا هم پر خپل ځای پاتې دی: کارګران یوازې د ټولنیزې شتمنۍ تولیدوونکي ځواک نه دي؛ بلکې د پوهاوي، پیوستون او سازمانیافتګۍ په صورت کې کولای شي په سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کې پر یوه ټاکونکي ځواک بدل شي.
دویم درس: سیاسي سازشکاري کولای شي د انقلاب لاستهراوړنې له منځه یوسي
د جرمني د نومبر انقلاب د دغه هېواد د سیاسي او ټولنیز جوړښت د ژور بدلون لپاره یو ستر تاریخي فرصت رامنځته کړی و. د کارګرانو او سرتېرو شوراګانې د هېواد په پراخو سیمو کې جوړې شوې وې او د هوهنڅولرن کورنۍ څو پېړۍ پخوانۍ واکمني پای ته رسېدلې وه.
خو د انقلاب مسیر د شورايي نظام د ټینګښت او د واک د بنسټیز بدلون پر لور ولاړ نه شو.
د جرمني د سوسیالډیموکرات ګوند مشرتابه، په ځانګړي ډول فریدریش اېبرت، د شوراګانو د واک د پراختیا پر ځای، د پخوانیو جوړښتونو د ساتلو او د سیاسي نظم د ټینګښت لپاره د پخواني پوځ له قوماندانانو سره همکاري غوره کړه. د دفاع وزیر ګوستاو نوسکه هم د انقلابي ځواکونو په ځپلو او د فرایکورپس د رضاکارو پوځي ډلو په کارولو کې مهم رول ولوباوه.
د ۱۹۱۹ کال په جنورۍ کې، په برلین کې د انقلابي پاڅون له ځپلو وروسته، روزا لوکزامبورګ او کارل لیبکنخت، د جرمني د کمونیستي غورځنګ دوه مخکښ شخصیتونه، د جنورۍ په پنځلسمه د فرایکورپس د غړو له خوا ووژل شول. دغه جنایت په داسې سیاسي فضا کې ترسره شو چې سوسیالډیموکرات حکومت د انقلابي مخالفینو د ځپلو لپاره پر ښياړخو وسلهوالو ځواکونو تکیه کړې وه او په دې تړاو یې دروند سیاسي مسئولیت درلود.
دغه ترخه تاریخي تجربه ښيي چې د انقلاب پر مسیر اختلاف یوازې لفظي یا تشکیلاتي بڼه نه لري؛ کله چې د سیاسي واک او طبقاتي ګټو برخلیک مطرح وي، د انقلابي بدلون د دوام او له زړو جوړښتونو سره د سازش ترمنځ انتخاب کولای شي د یوه خوځښت راتلونکی وټاکي.
دغه درس د افغانستان د انقلابي ځواکونو لپاره هم بنسټیز اهمیت لري: هېڅ د آزادۍ غوښتونکی خوځښت د سیاسي ځواکونو د ماهیت، طبقاتي اړیکو او د ستراتیژیکو سازشونو د پایلو له روښانه پېژندنې پرته نه شي کولای خپله خپلواکه مبارزه وساتي.
هر سیاسي توافق باید خیانت ونه ګڼل شي او هر سیاسي گفتوگو باید سازشکاري ونه بلل شي؛ خو کله چې د خوځښت خپلواکي، د زیارکښو ګټې او د ټولنیز بدلون بنسټیز اهداف د واکمنو د امتیازاتو د ساتلو قرباني شي، باید په څرګنده توګه یې پر وړاندې ودرېږو.
درېیم درس: د انقلابي ګوند او منسجمې رهبرۍ پرته، د شوراګانو ځواک تیتوپرک پاتې کېږي
ولې د روسیې د اکتوبر انقلاب وکولای شول د شورايي واک د ټینګښت لامل شي، خو د جرمني د نومبر انقلاب دې پایلې ته ونه رسېد؟
د دې پوښتنې ځواب یوازې په یوه عامل کې نه شي موندل کېدای؛ په دواړو هېوادونو کې د تاریخي شرایطو، سیاسي جوړښت، د ټولنیزو ځواکونو د انډول او د پوځي دستګاوو د وضعیت توپیرونه مهم رول درلود. خو یو له بنسټیزو توپیرونو څخه د انقلابي ځواکونو د سیاسي او تشکیلاتي چمتووالي کچه وه.
په روسیه کې د لینین په مشرۍ بلشویک ګوند، له کلونو نظریاتي او تشکیلاتي مبارزې وروسته، توانېدلی و چې روښانه سیاسي پروګرام، پراخ سازماني جوړښت او د کارګرانو او سرتېرو په منځ کې د پام وړ نفوذ ترلاسه کړي. دغه ګوند د ۱۹۱۷ کال په بحراني شرایطو کې وکولای شول د خلکو غوښتنې او شعارونه د سیاسي واک د ترلاسه کولو له ستراتیژۍ سره وتړي.
په جرمني کې کمونیست ګوند د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر په پای کې جوړ شو؛ یعنې په داسې وخت کې چې انقلاب یوې ستونزمنې او برخلیکټاکونکې مرحلې ته داخل شوی و. دغه ګوند د سازماني تجربې له کمښت، کورنیو اختلافاتو او د یوه سراسري انقلابي خوځښت د رهبرۍ له ستونزو سره مخامخ و. په مقابل کې، پخوانیو دولتي او پوځي دستګاوو د سوسیالډیموکرات مشرتابه په ملاتړ وکولای شول خپل ځواکونه بېرته تنظیم کړي.
شوراګانې د منسجمې سیاسي رهبرۍ، انقلابي پروګرام او طبقاتي سازمانیافتګۍ پرته ښايي په یوه تیتوپرک ځواک بدلې شي او خپل ټولنیز ځواک په پایدار سیاسي واک بدل نه کړای شي.
همدلته د نوي ډول انقلابي ګوند، تشکیلاتي انضباط، طبقاتي پوهاوي او له زیارکښو ولسونو سره د ارګانیکې اړیکې اهمیت څرګندېږي.
زموږ لپاره په افغانستان کې هم دا مسئله ځانګړی اهمیت لري. د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند، له خپلو ټولو تاریخي لوړو او ژورو او تجربو سره، د دغه هېواد له مهمو سیاسي تشکلونو څخه و چې د کارګرانو، بزګرانو، روڼاندو او مترقي ځواکونو ځینې برخې یې د یوه سیاسي سازمان په چوکاټ کې او تر یوه بیرغ لاندې راټولې کړې وې.
د دغه ګوند د تاریخي میراث بیاارزونه، د لاستهراوړنو او تېروتنو انتقادي څېړنه او د یوه باخبره، منسجم او ځوابویونکي سیاسي جریان د بیاجوړولو هڅه باید یوازې د تېر وخت په یادونو پورې محدوده نه وي. دا بهیر هغه مهال تاریخي معنا او اعتبار پیدا کوي چې د افغانستان له نننیو واقعیتونو، د زیارکښو له غوښتنو او د سیاسي مبارزې له نویو اړتیاوو سره وتړل شي.
انقلابي ګوند نه د خپل نوم او شعار له مخې، بلکې د سیاسي پوهاوي، له خلکو سره د اړیکو، تشکیلاتي انضباط، د تاریخ پر وړاندې د رښتینولۍ او د ټولنې اړتیاوو ته د ځواب ویلو د وړتیا له مخې ارزول کېږي.
د نن ورځې لپاره وروستۍ خبرې
ملګرو!
د کیل د سمندري ځواکونو له پاڅون څخه تر نن ورځې څه باندې یوه پېړۍ تېرېږي؛ خو د تاریخ بنسټیزه پوښتنه لا هم پر خپل ځای ده: سیاسي واک د کومې طبقې او کومو ټولنیزو ګټو په خدمت کې دی؟
په افغانستان کې میلیونونه زیارکښ انسانان له بېوزلۍ، بېکارۍ، محرومیت او بېعدالتۍ سره لاس او ګرېوان دي. هغه کارګران چې د ټولنې شتمني تولیدوي، له خپلو لومړنیو حقونو محروم دي؛ هغه بزګران چې ځمکې ابادوي، له اقتصادي ناامنۍ او بېوزلۍ سره مخ دي؛ او ښځې او ځوانان چې د دغه هېواد ستر ټولنیز او انساني ظرفیت جوړوي، په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ژوند کې له برابرو فرصتونو بېبرخې ساتل شوي دي.
په داسې شرایطو کې، له طبقاتي پوهاوي پرته د آزادۍ خبرې کول، له سازمانیافتګۍ پرته د ټولنیز عدالت غوښتنه او د خلکو له رښتینې ونډې پرته د آزادۍ شعارونه ورکول، له تشو او بېبنسټه ادعاوو پرته بل څه نه دي.
تاریخ موږ ته راښيي چې هېڅ طبقه یوازې د انتظار او هیلو له لارې د ظالمانه مناسباتو له زنځیرونو څخه نه آزادېږي. ټولنیزه آزادي پوهاوي، پیوستون، تشکلیافتګۍ او سازمانیافته مبارزې ته اړتیا لري.
د کیل پاڅون وښوده چې د نړیوالې جګړې په تر ټولو تورو ورځو کې هم د سمندري سرتېرو او کارګرانو اعتراض کولای شي په یوه پراخ ولسي خوځښت بدل شي او د یوې امپراتورۍ سیاسي نظام د بدلون لامل وګرځي. خو د نومبر انقلاب برخلیک دا خبرداری هم راکوي چې ولسي پاڅون او انقلابي شور، د باخبرې سیاسي رهبرۍ او روښانه ستراتیژۍ پرته، ښايي خپلې تاریخي لاستهراوړنې له لاسه ورکړي.
نو زموږ د نن ورځې پوښتنه یوازې دا نه ده چې د انقلاب جرقه به چېرته بلېږي؛ تر دې مهمه پوښتنه دا ده چې ایا هغه اړین ټولنیز ځواک، چې دغه جرقه په یوه پایدار، باخبره او سازمانیافته بدلون بدلولای شي، رامنځته شوی دی؟
د دې پوښتنې ځواب باید نه په هیلو، بلکې په باخبره کار، منضبطو تشکیلاتو، د زیارکښو په پیوستون او د ټولنیز عدالت لپاره په پرلهپسې مبارزه کې ولټول شي.
د کیل د سمندري ځواکونو د پاڅون تاریخي یاد دې ژوندی وي!
د کارګرانو سازمانیافته مبارزه او پیوستون دې ژوندی وي!
طبقاتي پوهاوی او د زیارکښو تشکلیافتګي دې ژوندۍ وي!
د ټولنیز عدالت او د انسان د آزادۍ ارمان دې ژوندی وي!
د نړۍ کارګرانو، سره متحد شئ!