د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام Published: 2026-10-08 د افغانستان د انګلیسي استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت، د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د نوو بیرغ‌دارانو د افغانستان مبارز او زحمتکښ ولس ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي. د افغانستان خپلواکي د دې هېواد د خلکو د اوږدو مبارزو او قربانیو پایله ده. موږ دا تاریخي ورځ د هغو ټولو مبارزینو او قربانیانو د یاد او درناوي ورځ ګڼو چې د هېواد د آزادۍ، خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره یې مبارزه او سرښندنه کړې ده. زموږ په اند، سیاسي خپلواکي هغه وخت بشپړه معنا پیدا کوي چې له اقتصادي خپلواکۍ، ټولنیز عدالت، د زحمتکښو خلکو له استثمار څخه د آزادۍ او د خپل برخلیک د ټاکلو له حق سره مل وي. افغانستان هغه وخت کولای شي رښتینې خپلواکي ترلاسه کړي چې طبیعي سرچینې او ملي شتمنۍ یې د خلکو په خدمت کې وي او د هېواد برخلیک د افغانستان د خلکو په خپل لاس وټاکل شي. د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند نوو بیرغ‌دارانو د دې تاریخي ورځې په درناوي سره یو ځل بیا پر آزادۍ، خپلواکۍ، ټولنیز عدالت، پرمختګ او د هر ډول بهرني سلطې او استثمار څخه د افغانستان د خلکو د آزادۍ پر مبارزې ټینګار کوي. خپلواکي، آزادي او ټولنیز عدالت؛ د افغانستان د خلکو حق دی. اصلان امیري د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د نوو بیرغ‌دارانو لومړی منشي