د انقلاب لپاره د ګوند اړتیا Published: 2026-10-08 Author / editor: اصلان امیری د افغانستان د خلکو ددیموکراتیک گوند- نوی بیرغوالو لمړنی منشی موږ په تاریخ کې څو څو ځله لیدلي چې خلک واټونو ته راوتلي، حکومتونه یې ولړزول او آن دیکتاتوران یې نسکور کړل. خو څو کاله وروسته، هماغه خلک یو ځل بیا د یوې بلې طبقې تر سلطې لاندې راغلل. ولې؟ ځکه چې د خلکو قهر، هر څومره چې ستر وي، یوازې په خپل سر د انقلاب د بریا لپاره بسنه نه کوي. انقلاب یعنې د سیاسي واک ترلاسه کول او د یوه نوي نظم جوړول. دا کار له یوې آګاه او منسجمې سازماني قوې پرته ناشونی دی. مارکس وښودله چې کارګره طبقه یوازې هغه مهال کولی شي خپل ځان آزاد کړي چې په یوه خپلواکه سیاسي ځواک بدله شي. خو دا لینین و چې د ناکامو انقلابونو تجربې یې راټولې او ارزولې او دې پایلې ته ورسېد چې کارګره طبقه د بریا لپاره یوه مخکښه ګوند ته اړتیا لري؛ داسې ګوند چې انقلابي آګاهي د خلکو له ورځنیو مبارزو سره وتړي. د کارګرې طبقې مخکښ ګوند د انقلاب د رهبرۍ دنده لري. انقلابي ګوند هغه ځای دی چې تجربې پکې راټولې او ارزول کېږي، پروګرام پکې تدوین کېږي، ځواکونه پکې سازمانېږي او مبارزه له خپرېدلي حالت څخه په یوه واحد ځواک بدلېږي. د انقلاب دښمنان له دولت، پوځ، پانګې، رسنیو او تبلیغاتي دستګاوو څخه برخمن دي. که کارګره طبقه او زحمتکشان له سازمان څخه بې برخې وي، نو څنګه کولی شي د داسې ستر ځواک پر وړاندې بریالي شي؟ تاریخ همدا خبره ثابته کړې ده. د پاریس کمون د کافي رهبرۍ او سازمان د نشتوالي له امله ماتې وخوړه. خو د روسیې د اکتوبر انقلاب، د بلشویک ګوند په شتون سره، وتوانېد چې واک ترلاسه کړي او د نړۍ لومړنی کارګري دولت جوړ کړي. له ګوند پرته، اعتراضونه خپرېږي، فرصت‌طلبان د غورځنګ مشري په لاس کې اخلي او د خلکو لاسته راوړنې له منځه ځي. د کارګرې طبقې مخکښ ګوند د مبارزې د دوام تضمینوونکی او د انقلاب د موخو ساتونکی دی. البته ریښتینی ګوند هغه ګوند نه دی چې له خلکو څخه جلا وي او یا یوازې د ټاکنو پر مهال راڅرګند شي. انقلابي ګوند د کارګرانو، بزګرانو، ښځو، ځوانانو او ټولو زحمتکښو په منځ کې حضور لري، له هغوی څخه زده کړه کوي او هغوی د یوې آګاهانه او سازمان شوې مبارزې لپاره چمتو کوي. نو که انقلاب د توپاني سمندر په منځ کې له یوې کښتۍ سره تشبیه کړو، خلک یې د حرکت ځواک دي؛ خو ګوند یې سکان او قطب‌نما ده. له سکان پرته، آن تر ټولو پیاوړې کښتۍ هم د څپو په منځ کې سرګردانه کېږي. کارل مارکس او فریدریک انگلس د کمونیست ګوند په مانیفست کې د ګوند په اړه داسې لیکلي دي: «پرولتاریا له شتمنو طبقو سره په خپله مبارزه کې یوازې هغه مهال د یوې طبقې په توګه عمل کولی شي چې خپل ځان د یوه خپلواک سیاسي ګوند په بڼه سازمان کړي.» یا لکه څنګه چې لوی لینین په «څه باید وشي؟» کتاب کې ویلي دي: «له انقلابي تیورۍ پرته، انقلابي غورځنګ به شتون ونه لري.» او: «له یوه پیاوړي سازمان پرته چې په مبارزه کې ازمویل شوی وي، د انقلابي غورځنګ رهبري ناممکنه ده.» لنډیز انقلاب له ګوند پرته پیل کېدای شي، خو له ګوند پرته به تلپاتې بریا ته ونه رسېږي. دا د نړۍ د انقلابي مبارزو له تاریخ څخه یو له تر ټولو مهمو درسونو څخه دی.