کارګره طبقه د تاریخ ننداره کوونکې نه ده؛ د هغې د بدلون ځواک دی! Published: 2026-11-27 له افغانستانه تر یونانه، د عدالت لپاره له مبارزې څخه د استثمار پر ضد تر پیکار پورې؛ تاریخ د خلکو اګاه او سازمان‌یافته ځواکونه جوړوي! د افغانستان د ټولنې ژور ناورین، د ښځو او نجونو پر وړاندې د محرومیتونو پراخوالی، د ماشومانو ودونه، بې‌وزلي او ټولنیزه نابرابري، د یوه داسې نظام پایلې دي چې د خلکو اساسي اړتیاوې او حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. د عدالت غوښتنه هغه وخت رښتینې معنا مومي چې د ټولو جنګي لورو د جنایتونو او سرغړونو په اړه بې‌طرفه او عادلانه حساب‌ورکونه تضمین شي؛ عدالت باید د سیاسي ګټو او انتخابي چلند قرباني نه شي. په یونان کې د کارګرانو پراخ اعتصاب یو ځل بیا وښوده چې د ټیټو معاشونو، ریاضتي سیاستونو، بې‌وزلۍ او د عامه خدمتونو د کمزوري کېدو پر وړاندې د کارګرې طبقې مبارزه ژوندۍ او نه ستړې کېدونکې ده. دا مبارزه یوازې د معاشونو او کاري شرایطو لپاره نه ده؛ بلکې د یوه داسې اقتصادي او ټولنیز نظام پر ضد د پراخ پیکار څرګندونه ده چې د اکثریت خلکو د خولو او زحمتونو محصول د یوې کوچنۍ پانګوالې طبقې په ګټه تمامېږي. د مارکسیستي ـ لنینستي نړۍ‌لید له مخې، د ټولنې بنسټیز بدلون د استثمار د سرچینو، د تولیدي وسایلو د مالکیت او د تولیدي اړیکو له بدلون پرته شونی نه دی. کارګره طبقه یوازې د تاریخ ننداره‌کوونکې نه ده؛ هغه ځواک دی چې د اګاهۍ، سیاسي سازماندهۍ او انقلابي مبارزې له لارې د ټولنیزو بدلونونو لار پرانیزي. ځوانان، کارګران، روښانفکران او د ټولنیز عدالت ټول مبارزان باید د خپل تاریخي مسؤلیت درک وکړي. د خلکو له مبارزو سره اړیکه، د انقلابي سازمانونو پیاوړتیا، سیاسي زده‌کړه او د ډله‌ییزې مبارزې منظمول د هر رښتیني بدلون بنسټیز شرطونه دي. یو پیاوړی ګوند هغه نه دی چې یوازې د بریاوو خبرې وکړي؛ بلکې هغه ګوند دی چې د خپلو تېروتنو د پېژندلو، د اصولي نیوکې او ځان‌نیوکې، د دیموکراتیکو بحثونو او د انقلابي انضباط له لارې خپل ځواک پیاوړی کوي. داخلي روڼتیا، له خلکو سره نه شلېدونکې اړیکې او د مبارزینو شعوري سازماندهي د یوه انقلابي ګوند د ژوند او پیاوړتیا اساسي شرطونه دي. د نړۍ د کارګرانو او زحمتکښو مبارزه ګډې ریښې لري. له افغانستانه تر یونانه، له هر هغه ځایه چې انسان د استثمار، بې‌عدالتۍ او ستم پر وړاندې درېږي، د نړیوالې پیوستون اړتیا لا پیاوړې کېږي. د انسان له خوا د انسان د استثمار د پای ته رسولو لپاره مبارزه، د یوې عادلانه او ازادې ټولنې د جوړولو تاریخي پیکار دی. ژوندۍ دې وي د کارګرې طبقې په شعوري ډول او تنظیم شوی مبارزه! ژوندۍ دې وي د زیارتیستونکو نړیواله پیوستون! د ټولنیز عدالت، آزادۍ او له انساني استثمار څخه د یوې پاکې ټولنې پر لور!