ډوډۍ، ازادي او ټولنیز عدالت؛ د استثمارګر نظم پر وړاندې د مبارزې درې جبهې Published: 2026-11-26 د افغانستان د ښځو له کړاوونو څخه د یونان او بنګله‌دېش د کارګرانو تر فریاد پورې؛ تاریخ د نندارچیانو په تمه نه دی! نننۍ نړۍ د یوه ژور تاریخي تناقض پر وړاندې ولاړه ده: ټولنیزه شتمني د میلیونونو انسانانو د کار او زیار په مټ تولیدېږي، خو د بشریت لویه برخه لا هم په فقر، محرومیت، بې‌عدالتۍ او ناامنۍ کې ژوند کوي. له یوې خوا د پانګې بې‌ساري راټولېدنه، د صنعتونو پراختیا او اقتصادي او پوځي سیالۍ روانې دي، خو له بلې خوا کارګران د ډوډۍ لپاره، ښځې د خپلو لومړنیو بشري حقونو لپاره او ملتونه له سلطې او استثمار څخه د خلاصون لپاره مبارزه کوي. دا تناقض تصادفي نه دی؛ ریښې یې د واک، مالکیت او شتمنۍ د نابرابرو ټولنیزو اړیکو په جوړښت کې پرتې دي. افغانستان؛ یوه ټولنه د فقر، محرومیت او د بشري حقونو د سلبېدو په لومو کې د افغانستان د نن ورځې راپورونه یو ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کوي. د بشري مرستو د کمښت له امله د ښځو د ملاتړ د څه باندې ۱۹۳ مرکزونو تړل کېدو، میلیونونه ښځې او نجونې د تاوتریخوالي، محرومیت او بې‌وسۍ پر وړاندې لا زیان‌منې کړې دي. د افغانستان د بشري مرستو صندوق له خوا د ۳۲ میلیونه ډالرو ځانګړي کول، که څه هم یو اړین ګام دی، خو د یوه ځواب‌ویونکي، عادلانه او د وګړو د حقونو پر بنسټ د ټولنیز او اقتصادي نظام ځای نه شي نیولی. هغه ټولنه چې د نفوس نیمایي برخه یې له زده‌کړو، کار، ټولنیز ګډون او په عامه ژوند کې له اغېزمن حضور څخه محرومه وي، نه شي کولای دوامداره پرمختګ او واقعي پرمختیا ترلاسه کړي. د تاریخي ماتریالېزم له لیدلوري، د مادي ژوندانه د شرایطو له بدلون پرته، د ظالمانه مناسباتو له منځه وړلو پرته او د تولید او ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د برابر ګډون له تأمین پرته، د انسان د رښتینې ازادۍ ادعا په یوه تش شعار بدلېږي. د ښځې ازادي کوم امتیاز نه دی چې واکمنان یې هغې ته ډالۍ کړي؛ دا د هغې مسلم بشري او ټولنیز حق دی. یونان؛ کله چې د کارګرانو ځواک د تاریخ ډګر ته راووځي په یونان کې لسګونه زره کارګران، بزګران، محصلین او ځوانان د نومبر په ۲۵مه په عمومي اعتصاب کې واټونو ته راووتل. دا حرکت د ټیټو معاشونو، د ژوند د لګښتونو د لوړېدو، د کارګرانو د حقونو د محدودېدو او د پوځي لګښتونو د زیاتوالي پر وړاندې یو پیاوړی اعتراض و. د یونان د کمونیست ګوند (KKE)، کارګریزو اتحادیو او د کارګرانو د مبارزې جبهې (PAME) فعال حضور وښوده چې کله ټولنیز ځواک له تفرقې څخه د تشکیلاتو، پوهاوي او ګډې ارادې پر لور حرکت وکړي، په یوه اغېزمن سیاسي او ټولنیز ځواک بدلېدای شي. دا تجربه یو څرګند درس لري: کارګره طبقه یوازې هغه مهال د خپلو تاریخي ګټو دفاع کولای شي چې له تفرقې راووځي، سازمان ومومي او په شعوري ډول د مبارزې ډګر ته ننوځي. هغه کارګران چې د ټولنې شتمني تولیدوي، دا حق لري چې د شتمنۍ، اقتصاد او خپلې ټولنې د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي. بنګله‌دېش؛ د مزد لپاره مبارزه د ژوند لپاره مبارزه ده د بنګله‌دېش د جامو د صنعت د کارګرانو اعتراضونه هم د همدې تاریخي تضاد یوه بله څرګنده بېلګه ده. په هغه صنعت کې چې د دغه هېواد د اقتصاد یوه مهمه برخه جوړوي، میلیونونه کارګران د کافي مزد او انساني ژوندانه شرایطو لپاره مبارزه کوي. کله چې د لږ تر لږه معاشونو ۳۶ سلنه زیاتوالی هم د کارګرانو له نظره د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، ټولنیز اعتراض یوه نه‌مخنیوي کېدونکې اړتیا ګرځي. پانګه د کارګرانو له ځواک پرته د ارزښت د تولید توان نه لري؛ خو په پانګوال نظام کې د ټولنیز کار لاسته راوړنې په نابرابره توګه وېشل کېږي. همدا هغه تضاد دی چې کارل مارکس د پانګوال تولیدي مناسباتو د تحلیل او د سیاسي اقتصاد د نقد په مرکز کې ځای ورکړی و. د عادلانه مزد، کاري امنیت او انساني کاري شرایطو غوښتنه یوازې یوه صنفي غوښتنه نه ده؛ بلکې د ټولنیز عدالت لپاره د پراخې مبارزې یوه برخه ده. جګړه او امپریالیستي سیالۍ؛ تلپاتې قربانیان یې د خلکو پراخه پرګنې دي له غزې څخه تر اوکراین او د فارس خلیج څخه د نړۍ تر نورو بحراني سیمو پورې، د پوځي شخړو زیاتوالی یو ځل بیا څرګندوي چې د سترو قدرتونو سیالۍ څنګه د میلیونونو انسانانو امنیت، ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي. په غزه کې د پوځي بریدونو دوام او د ملکي وګړو وژل کېدل د هغو خلکو تریخ واقعیت څرګندوي چې لا هم له امنیت او تلپاتې سولې څخه بې‌برخې دي. په اوکراین کې د جګړې دوام او د پوځي بریدونو پراختیا یو ځل بیا د جیوپولیتیکو سیالیو انساني بیه څرګندوي. په داسې شرایطو کې، د جګړې پر وړاندې درېدل، د ملتونو د برخلیک د ټاکلو له حق څخه دفاع او د عادلانه سولې لپاره مبارزه، د نړۍ د مترقي او ازادي‌غوښتونکو ځواکونو له بنسټیزو دندو څخه ده. هغه سرچینې چې باید د پوهنې، روغتیا، کور، کارموندنې او عامه هوساینې لپاره ولګول شي، باید د وسلو په سیالۍ او د جګړې په ماشین کې ونه‌خوړل شي. انقلابي ګوند؛ تشکیلات له پوهاوي او مبارزې پرته یوازې یو نوم دی خو له دغو ټولو پېښو څخه باید یوه اساسي سیاسي او تشکیلاتي پایله ترلاسه کړو: هېڅ مترقي ټولنیز بدلون د طبقاتي پوهاوي، د مخکښو ځواکونو د سازمان، سیاسي رهبرۍ او پرله‌پسې مبارزې پرته تحقق نه مومي. انقلابي ګوند نه شي کولای یوازې پر نوم، اساسنامه، شعارونو او د تېرو آرمانونو د وفادارۍ پر ادعا تکیه وکړي. د یوه ګوند اعتبار د عمل په ډګر، له خلکو سره په اړیکو، د زیارکښو د ګټو په دفاع، د استثمار پر وړاندې په مبارزه او د پوهو، ژمنو او مسوولو کادرونو په روزنه کې ارزول کېږي. د ګوند دننه دموکراسي، رغنده نیوکه او انتقاد، دموکراتیک مرکزیت، شعوري انضباط او تشکیلاتي مسوولیت‌پذیري د یوه انقلابي ګوند حیاتي عناصر دي. هغه ګوند چې له نیوکې وېره لري، له تجربو زده‌کړه نه کوي او د رکود او بې‌فعالیتۍ پر وړاندې تسلیمېږي، نه شي کولای د ټولنیزې مبارزې د مخکښ ځواک ادعا وکړي. د کمونیستي غورځنګ تاریخ ښودلې چې هېڅ تشکیلات یوازې د مارکس، انګلس او لینن د نومونو په تکرارولو انقلابي ځواک نه شي کېدای؛ بلکې دا وفاداري باید په اند، چلند، سازمان او سیاسي عمل کې څرګنده شي. وروستۍ خبره رفقا، کارګرانو، مخکښو روڼ‌اندو او باخبره ځوانانو! نړۍ منفعل نندارچیانو ته اړتیا نه لري؛ نړۍ هوښیار، مسوول، منظم او مبارز انسانان غواړي. له کابله تر اتن، له غزې تر ډاکې پورې، اساسي پوښتنه لا هم هماغه ده: شتمني څوک تولیدوي؟ څوک ترې ګټه اخلي؟ او څوک د ټولنې د برخلیک د ټاکلو واک په لاس کې لري؟ د دغو پوښتنو ځواب په تشو او شورماشور ډکو شعارونو کې نه دی؛ بلکې د ناعادلانه ټولنیزو او اقتصادي مناسباتو د بدلون لپاره په شعوري او سازمان‌یافته مبارزه کې نغښتی دی. تاریخ د باخبره او سازمان‌یافته ولسونو په لاس جوړېږي؛ نه د هغو کسانو په لاس چې د تاریخ په څنډه کې ولاړ وي او یوازې ننداره کوي! د ازادۍ، ټولنیز عدالت او له استثمار څخه د انسان د خلاصون مبارزه دې ژوندۍ وي! د کارګرانو او زیارکښو نړیوال پیوستون دې ژوندی وي!