د نندارچیانو دور پای ته ورسېد! Published: 2026-11-16 نړۍ د ژورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو کړکېچونو په منځ کې ده. امپریالیستي سیالۍ، پوځي کېدل، جګړې، بېوزلي، نابرابري او د کارګرانو او زیارکښو پر وړاندې مخ پر زیاتېدونکی فشار د پانګوال نظام د ژور تضاد څرګندې نښې دي. تاریخ بیا بیا ثابته کړې ده چې ټولنیز بدلون د واکمنو د ژمنو او د نندارچیانو د انتظار له لارې نه رامنځته کېږي؛ بلکې د هغو خلکو په شعوري، متحد او سازمان‌یافته مبارزه کې ریښې لري چې د ټولنې شتمني په خپلو لاسونو تولیدوي. په افغانستان کې د طالبانو استبدادي واکمني د خلکو سیاسي، ټولنیزې او مدني آزادۍ تر پښو لاندې کوي. د ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار او ټولنیز ګډون حقونه ترې اخیستل شوي او د ټولنې یوه ستره برخه له خپل انساني او ټولنیز ځای څخه شړل شوې ده. هېڅ ټولنه هغه مهال د پرمختګ ادعا نه شي کولای چې ښځې یې له زده‌کړې، کار او خپلواک ټولنیز ژوند څخه محرومې وي. د ښځو آزادۍ د افغانستان له ملي او ټولنیزې آزادۍ څخه نه بېلېدونکې برخه ده. په سیمه کې پوځي ترینګلتیاوې، د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، د سمندري لارو او انرژۍ پر سرچینو سیالۍ او د یمن او خلیج کړکېچونه یو ځل بیا څرګندوي چې د امپریالیستي او سیمه‌ییزو ځواکونو د ګټو جګړې د ولسونو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د دغو جګړو اصلي بیه کارګران، بزګران او زیارکښ خلک پرې کوي؛ هغه خلک چې نه د جګړو په پرېکړو کې ونډه لري او نه د هغو له اقتصادي او سیاسي ګټو برخمن کېږي. د کارګرې طبقې تاریخي دنده دا ده چې د پانګې او جګړې د واکمنو د ګټو پر ځای د سولې، خپلواکۍ او د ولسونو د متقابلو اړیکو ملاتړ وکړي. په برېتانیا او فرانسه کې د کارګرانو اعتصابونه، د نفتو د ساحلي تاسیساتو د کارکوونکو مبارزه، د عامه خدمتونو د کارکوونکو اعتراضونه او د کورونو او ژوند د لګښتونو پر وړاندې د خلکو پاڅونونه د کار او پانګې ترمنځ د نه حل کېدونکي تضاد څرګندونه کوي. له یوې خوا د شتمنۍ او پانګې تمرکز د لږ شمېر کسانو په لاسونو کې زیاتېږي او له بلې خوا د تولید اصلي ځواکونه د معاشونو، کور، روغتیا، زده‌کړې او انساني ژوند له بنسټیزو اړتیاوو سره لاس او ګرېوان دي. دا حالت څرګندوي چې د کارګرانو مبارزه یوازې د معاش د زیاتوالي غوښتنه نه ده؛ بلکې د انساني ژوند، ټولنیز عدالت او د استثمار د پای ته رسولو مبارزه ده. په اتن کې د اروپا د کمونیستي ځوانانو د سازمانونو غونډه او د بېلابېلو هېوادونو د ځوانو کمونیستانو ترمنځ د تجربو تبادله د نړیوالې پیوستون او ګډې مبارزې ارزښت یو ځل بیا روښانه کوي. د جګړې، استثمار، بېوزلۍ او کمونیزم ضد تبلیغاتو پر وړاندې د ځوانانو یووالی د راتلونکو مبارزو لپاره مهم سیاسي او فکري ځواک دی. د کارګرانو او ځوانانو مبارزه د هېوادونو په پولو نه محدودېږي؛ ځکه استثمار نړیوال دی او پر وړاندې یې مبارزه هم نړیوال شعور او پیوستون ته اړتیا لري. مارکسیستي ـ لیننیستي لیدلوری موږ ته راښيي چې یوازې غوسه، اعتراض او نارضایتي د ټولنې د بدلون لپاره بسنه نه کوي. د ټولنیزو واقعیتونو علمي پېژندنه، طبقاتي شعور، سیاسي پوهاوی، منظم تشکیلات او د خلکو له ژوند سره ژورې اړیکې د بریالۍ مبارزې بنسټونه دي. بې له روښانه سیاسي تګلارې، ګډ پروګرام او منظمې مبارزې، د خلکو انرژي د لنډمهالو اعتراضونو په کچه پاتې کېدای شي. افغانستان یوې داسې خپلواکې، مترقي او ولسي سیاسي قوې ته اړتیا لري چې ریښې یې د کارګرانو، بزګرانو، ښځو، ځوانانو او ټولو زیارکښو خلکو په منځ کې ټینګې وي. داسې ځواک چې ملي خپلواکي له اقتصادي آزادۍ، سیاسي آزادۍ له ټولنیز عدالت او د انسان کرامت له برابرۍ سره وتړي. د دې لارې بریا سیاسي صداقت، تشکیلاتي انضباط، پر خپل ځان او خپلو تېروتنو د نیوکې جرئت، د نظرونو د تبادلې او اصولي یووالي غوښتنه کوي. تاریخ د هغو خلکو په تمه نه درېږي چې یوازې یې ننداره کوي. راتلونکی د هغو لاسونو په وسیله جوړېږي چې د کار، پوهاوي، مبارزې او پیوستون ځواک سره یوځای کوي. زموږ دنده دا ده چې نارضایتي په شعوري مبارزه، شعوري مبارزه په منظم ولسي ځواک او ولسي ځواک د ټولنیز بدلون په نه ماتېدونکي خوځښت بدل کړو. راځئ، د کارګرانو او زیارکښو خلکو ترمنځ پیوستون پیاوړی کړو، د ښځو او ځوانانو د آزادۍ او برابرۍ مبارزه د ټولنیزې مبارزې نه بېلېدونکې برخه وګرځوو او د استثمار، ستم او تبعیض پر وړاندې د یوې عادلانه ټولنې د جوړولو لپاره په ګډه مبارزه وکړو. ژوندی دې وي د کارګرانو او زیارکښو نړیوال پیوستون! ژوندی دې وي د آزادۍ، برابرۍ او ټولنیز عدالت مبارزه! مخ پر وړاندې، د استثمار، ستم او تبعیض څخه د یوې آزادې ټولنې پر لور!