🔴 سره جنتری Published: 2026-11-14 Author / editor: حسنپور د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۴مه | ۲۳ عقرب ۱۴۰۵ شنبه تاریخ؛ د آزادۍ، خپلواکۍ، ټولنیز عدالت او له استثمار څخه د انسانانو د خلاصون د مبارزو ژوندۍ حافظه ده. 🇦🇫 لومړۍ برخه: افغانستان د ۱۹۲۸ کال د نومبر ۱۴مه – د امان‌الله خان د واکمنۍ پر ضد د شینوارو د پاڅون پیل د ۱۹۲۸ کال د نومبر په ۱۴مه، د افغانستان په ختیځ کې شینوارو قبایلو د امان‌الله خان د حکومت پر ضد پاڅون وکړ. پاڅون پر دولتي کوچنیو مرکزونو له بریدونو او د ډکې له محاصرې څخه پیل شو او له برتانوي هند سره یې د افغانستان ځمکنۍ اړیکې ګډوډې کړې. د نومبر په ۱۹مه، یاغیانو لوېدیځ لوري ته پرمختګ وکړ او جلال‌آباد یې کلابند کړ. دا پاڅون په داسې سیاسي او ټولنیز وضعیت کې رامنځته شو چې د امان‌الله خان پراخو اصلاحاتو د ټولنې د دودپالو او محافظه‌کارو برخو له مخالفت سره مخامخ شوی و. قبایلي اختلافات، مالیاتي مسایل، په سیمه‌ییزو چارو کې د مرکزي حکومت لاسوهنه او له ټولنیزو او ښوونیزو اصلاحاتو سره مخالفت د دې پاڅون له عواملو څخه وو. د شینوارو پاڅون د هغو پرله‌پسې پاڅونونو او جګړو پیل و چې په پایله کې یې په ۱۹۲۹ کال کې د امان‌الله خان سلطنت سقوط وکړ. سرچینه: د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک تاریخي راپور، د امریکا د کانګرس د کتابتون آرشیف. د ۲۰۰۱ کال د نومبر ۱۴مه – له حامد کرزي سره د امریکايي ځانګړو ځواکونو ارزګان ته ننوتل په دې ورځ، د امریکا د ځانګړو عملیاتو ډلې ODA-574، د کپتان جېسن آمرین په مشرۍ، په ارزګان ولایت کې ځای پر ځای شوه او له حامد کرزي او د هغه له وسله‌والو ملګرو سره یې اړیکه ټینګه کړه. دا عملیات په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې او د هېواد په سوېل کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو د تنظیمولو د هڅو یوه برخه وه. په همدې وخت کې د شمال ټلوالې ځواکونو خپل پوځي پرمختګ ته دوام ورکاوه. کابل یوه ورځ مخکې، د نومبر په ۱۳مه، د دغو ځواکونو لاس ته لوېدلی و. سرچینه: د امریکا د ملي دفاع پوهنتون تاریخي راپور. د ۲۰۰۱ کال د نومبر ۱۴مه – د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۷۸ پرېکړه‌لیک تصویب د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې ورځ د ۱۳۷۸ شمېرې پرېکړه‌لیک تصویب کړ. په دې پرېکړه‌لیک کې د افغانستان د انتقالي سیاسي جوړښت په رامنځته کولو کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي رول او د یوې پراخې او د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو استازې ادارې پر جوړولو ټینګار شوی و. دا پرېکړه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر سقوط وروسته د افغانستان د سیاسي نظام د جوړولو لپاره د نړیوالو هڅو یوه مهمه مرحله وه. سرچینه: ملګري ملتونه او ناټو. د ۲۰۰۵ کال د نومبر ۱۴مه – په کابل کې د آیساف پر ځواکونو دوه ځانمرګي بریدونه په دې ورځ، د کابل د جلال‌آباد پر سړک د آیساف ځواکونو پر موټرو د دوو موټر بم بریدونو ترسره شول. په لومړي برید کې یو المانی سرتېری او په دویم برید کې درې افغان وګړي ووژل شول. یو شمېر بهرني سرتېري او ملکي وګړي هم ټپیان شول. دا بریدونه په داسې وخت کې ترسره شول چې حامد کرزي له طالبانو غوښتي وو، وسله‌وال پاڅون پای ته ورسوي او د ملي پخلاینې بهیر سره یوځای شي. سرچینه: رویټرز، د ۲۰۰۵ کال د نومبر ۱۴مه. 🌍 دویمه برخه: سیمه او نړۍ د ۱۸۵۱ کال د نومبر ۱۴مه – د موبی ډیک ناول خپرېدل د هرمن مېلویل مشهور ناول «موبی ډیک» په متحده ایالاتو کې خپور شو. دا اثر وروسته د نړۍ د کلاسیکو ادبي اثارو له مهمو بېلګو څخه وګرځېد. د ۱۸۸۹ کال د نومبر ۱۴مه – د نېلي بلای تاریخي نړۍ‌چکر پیل امریکایۍ خبریالې نېلي بلای د نړۍ په شاوخوا کې خپل تاریخي سفر پیل کړ. هغې د ژول ورن له «په اتیا ورځو کې د نړۍ سفر» ناول څخه الهام اخیستی و او وتوانېده چې دا سفر په ۷۲ ورځو او شپږو ساعتونو کې بشپړ کړي او د خبریالۍ په تاریخ کې یو ریکارډ ثبت کړي. د ۱۹۱۸ کال د نومبر ۱۴مه – د ملي شورا جوړېدل او د چکسلواکیا د جمهوریت ټینګښت د چکسلواکیا انقلابي ملي شورا په پراګ کې غونډه وکړه او توماش ګاریک ماساریک یې د هېواد د لومړي ولسمشر په توګه وټاکه. دا بدلون د اتریش ـ هنګري امپراتورۍ له ړنګېدو او د چک او سلواک ملتونو د خپلواکۍ غوښتونکو مبارزو وروسته رامنځته شو. د ۱۹۲۲ کال د نومبر ۱۴مه – د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونو پیل په دې ورځ، د لندن 2LO راډیويي سټېشن د برېتانیا د خپرندوی شرکت په چوکاټ کې خپلې لومړنۍ خپرونې پیل کړې. دا پېښه په شلمه پېړۍ کې د ډله‌ییزو رسنیو او عامه اړیکو د پراختیا له مهمو پړاوونو څخه وه. د ۱۹۴۰ کال د نومبر ۱۴مه – د نازي جرمني له خوا د کاونټري ښار بمباري د نازي جرمني هوايي ځواک د «سپوږمۍ سونات» په نوم عملیاتو کې د انګلستان صنعتي ښار کاونټري په پراخه کچه بمبار کړ. په دې برید کې تر ۵۰۰ زیات الماني بم غورځوونکي الوتکې برخه لرله. برید شاوخوا ۱۱ ساعته دوام وکړ او زرګونه کورونه، فابریکې او عامه ودانۍ یې ویجاړې کړې. د سنټ مایکل تاریخي کلیسا هم ویجاړه شوه او د کاونټري ښاروالۍ د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول. دا برید په دویمه نړیواله جګړه کې پر ښاري او ملکي سیمو د پراخې ورانۍ له مهمو بېلګو څخه و. د ۱۹۶۰ کال د نومبر ۱۴مه – د امریکا په ښوونځیو کې د نژادي تبعیض پر ضد د روبی بریجز مبارزه روبي بریجز، یوه شپږ کلنه افریقايي‌الاصله امریکایۍ نجلۍ، د فدرالي مأمورینو په بدرګه د نیواورلینز ښار ویلیم فرانتز لومړني ښوونځي ته داخله شوه. هغه لومړنۍ تورپوستې زده‌کوونکې وه چې د نژادي تبعیض د له منځه وړلو د پالیسۍ په چوکاټ کې دې ښوونځي ته داخله شوه. د هغې د ننوتلو پر مهال له نژادپالو اعتراضونو او ګواښونو سره مخامخ شوه؛ خو د دې ماشومې مقاومت د امریکا په متحده ایالاتو کې د برابرۍ او د زده‌کړې د حق د مبارزې په یوه مهم سمبول بدل شو. د ۱۹۶۹ کال د نومبر ۱۴مه – سپوږمۍ ته د اپولو ۱۲ فضايي بېړۍ توغول د اپولو ۱۲ فضايي بېړۍ له درېیو امریکايي فضانوردانو سره د کېنډي فضايي مرکز څخه سپوږمۍ ته وتوغول شوه. دې ماموریت د ۱۹۶۹ کال د نومبر په ۱۹مه د انسانانو دویمه بریالۍ سپوږمیزه ناسته ترسره کړه. د ۱۹۷۰ کال د نومبر ۱۴مه – د مارشال پوهنتون د فوټبال لوبډلې د الوتکې غمیزه په دې ورځ، د امریکا د لوېدیځې ویرجینیا په ایالت کې د مارشال پوهنتون د فوټبال لوبډلې د غړو د لېږد الوتکه ولوېده او ټول ۷۵ سپرلۍ یې ووژل شوې. دا پېښه د امریکا د پوهنتوني ورزش په تاریخ کې له تر ټولو دردناکو پېښو څخه ګڼل کېږي. د ۱۹۸۰ کال د نومبر ۱۴مه – په ګینه‌بیساؤ کې د تعدیل غورځنګ پوځي کودتا ژواو برناردو ویرا، د ګینه‌بیساؤ لومړي وزیر او د وسله‌والو ځواکونو پخواني قوماندان، په یوې پوځي کودتا کې د خپلواکۍ وروسته د هېواد لومړنی ولسمشر لوئیس کابرال له واکه لرې کړ. د کودتا ډلې ځان ته د تعدیل غورځنګ نوم ورکړ او ادعا یې وکړه چې د ګینه او کېپ‌وردې د خپلواکۍ لپاره د افریقايي ګوند په سیاسي او سازماني جوړښت کې د انحرافاتو د اصلاح لپاره یې اقدام کړی دی. دې کودتا د ګینه‌بیساؤ او کېپ‌وردې ګډ سیاسي جوړښت پای ته ورساوه. د ۱۹۹۰ کال د نومبر ۱۴مه – د جرمني او پولنډ ترمنځ د سرحدي تړون لاسلیک جرمني او پولنډ د خپلو ګډو پولو د رسمي پېژندنې لپاره یو تړون لاسلیک کړ. دا تړون د جرمني د بیا یوځای کېدو او په ختیځه اروپا کې د سیاسي بدلونونو په ترڅ کې د اروپايي ثبات او امنیت لپاره ځانګړی اهمیت درلود. د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۱۴مه – په هسپانیه کې د اقتصادي ریاضت د سیاستونو پر ضد عمومي اعتصاب د هسپانیې کارګرانو او کارګري اتحادیو د ماریانو راخوی د حکومت د اقتصادي ریاضت، د عامه خدمتونو د بودجې د کمښت، بېکارۍ او اقتصادي فشارونو پر ضد عمومي اعتصاب وکړ. په دې اعتصاب کې د CCOO او UGT په ګډون لویو کارګري اتحادیو ګډون کړی و. دا اعتصاب د اقتصادي ریاضت پر ضد د اروپايي کارګري اتحادیو د ګډو اقداماتو یوه برخه وه. 🚩 درېیمه برخه: کارګري، کمونیستي، مترقي او د استعمار ضد غورځنګونه د ۱۹۱۸ کال د نومبر له ۸مې تر ۲۲مې – د الزاس ـ لورین پاڅون او د کارګرانو او سرتېرو د شوراګانو جوړېدل په ۱۹۱۸ کال کې په جرمني کې د انقلاب له رامنځته کېدو وروسته، انقلابي غورځنګونه د الزاس ـ لورین سیمې ته هم وغځېدل. د مولوز، کولمار او استراسبورګ په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د کارګرانو او سرتېرو شوراګانې جوړې شوې. دې شوراګانو د روسیې د انقلابي شوراګانو له تجربې څخه الهام اخیستی و او د سیاسي او ټولنیزو چارو په اداره کې یې د خلکو د مستقیم ګډون غوښتنه کوله. د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۱۰مه، په استراسبورګ کې د الزاس ـ لورین جمهوریت اعلان شو. دا غورځنګ د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې په اروپا کې د انقلابي څپو یوه برخه وه. د ۱۹۱۸ کال د نومبر ۱۴مه – د جرمني انقلاب او په اروپا کې د شوراګانو د غورځنګ پراختیا د ۱۹۱۸ کال د نومبر انقلاب په جرمني کې د کارګرانو او سرتېرو د شوراګانو له جوړېدو، د سلطنت له ړنګېدو او د انقلابي غورځنګونو له پراختیا سره مل و. دې بدلونونو د ګاونډیو هېوادونو پر کارګري غورځنګونو، په ځانګړي ډول د الزاس ـ لورین پر سیمه، ژور اغېز وکړ او د اروپا د سیاسي جوړښتونو د بدلون لپاره یې د مبارزې نوی پړاو رامنځته کړ. د ۱۹۸۰ کال د نومبر ۱۴مه – ګینه‌بیساؤ او د خپلواکۍ د غورځنګ د سیاسي جوړښت بحران په ګینه‌بیساؤ کې پوځي کودتا د ګینه او کېپ‌وردې د خپلواکۍ لپاره د افریقايي ګوند په دننه کې د سیاسي او سازماني اختلافاتو یوه پایله وه. دې بدلون وښوده چې د استعمار ضد مبارزه کې بریا په یوازې ځان د سیاسي او ټولنیز یووالي د تضمین لپاره بسنه نه کوي؛ د خپلواکۍ د لاسته راوړنو ساتنه ځواب‌ویونکو بنسټونو او د خلکو پراخ ګډون ته اړتیا لري. د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۱۴مه – د اروپا د کارګرانو نړیوال پیوستون په هسپانیه کې عمومي اعتصاب د اقتصادي ریاضت د سیاستونو پر ضد د اروپايي کارګري اتحادیو د همغږو اعتراضونو یوه برخه وه. په بېلابېلو هېوادونو کې کارګرانو د بېکارۍ، د معاشونو د کمښت، خصوصي کولو او د ټولنیزو خدمتونو د محدودېدو پر ضد اعتراض وکړ. دې خوځښت د اقتصادي او ټولنیزو حقونو د دفاع لپاره د کارګرې طبقې د نړیوال پیوستون ارزښت څرګند کړ. 🟥 څلورمه برخه: د زېږېدو او مړینې کلیزې زېږېدلي د ۱۸۸۹ کال د نومبر ۱۴مه – جواهر لعل نهرو د هند د خپلواکۍ د غورځنګ مشر او د دغه هېواد لومړی صدراعظم. نوموړی د استعمار ضد مبارزې له مخکښو څېرو او د ناپېیلتوب غورځنګ له بنسټ‌اېښودونکو څخه و. د ۱۸۹۱ کال د نومبر ۱۴مه – فریډریک بانتینګ د کاناډا ډاکټر او ساینسپوه، د انسولین له کشف کوونکو څخه و او په ۱۹۲۳ کال کې یې د طب په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د ۱۹۰۰ کال د نومبر ۱۴مه – آرون کوپلنډ نامتو امریکايي موسیقار چې د خپلو اثارو له لارې یې د امریکا د کلاسیکې موسیقۍ په پراختیا کې مهم رول ولوباوه. مړه شوي د ۱۸۳۱ کال د نومبر ۱۴مه – ګئورګ ویلهلم فریدریش هېګل نامتو المانی فیلسوف او د فلسفې د تاریخ له اغېزناکو اندېښمندانو څخه و. د هېګل دیالکتیکي افکارو د مارکس پر فلسفي تفکر ژور اغېز درلود. مارکس د هېګل د دیالکتیک په نقد او بیاارزونه سره هغه د ماتریالیزم او د ټولنیزو او اقتصادي اړیکو د واقعي تحلیل پر بنسټ پراخه کړه. د ۱۹۱۵ کال د نومبر ۱۴مه – بوکر ټي واشنګټن امریکايي ښوونکی، لیکوال او ټولنیز فعال و چې د تورپوستو د زده‌کړې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې یې فعالیت کاوه. تاریخي سرچینې ● د امریکا د کانګرس د کتابتون آرشیف: د ۱۹۲۸–۱۹۲۹ کلونو د افغانستان د پاڅون راپور. ● د سینټ اندریوز پوهنتون: د امان‌الله خان د اصلاحاتو او شینواري پاڅون تاریخي څېړنه. ● د امریکا د ملي دفاع پوهنتون: د افغانستان د جګړې تاریخي مهالوېش. ● ملګري ملتونه: د امنیت شورا ۱۳۷۸ پرېکړه‌لیک. ● رویټرز: په کابل کې د ۲۰۰۵ کال د نومبر ۱۴مې د بریدونو راپور. ● د کاونټري ښاروالۍ: د ۱۹۴۰ کال د نومبر ۱۴مې د بمبارۍ آرشیف. ● ناسا: د اپولو ۱۲ ماموریت اسناد. ● ملګري ملتونه: د ګینه‌بیساؤ سیاسي تاریخ. ● د اروپا د کارګري غورځنګونو تاریخي آرشیفونه. ● د امریکا د مدني حقونو د غورځنګ تاریخي سرچینې.