۱۰ نومبر: د تاریخ تودې او اورینې زده‌کړې زموږ د نن ورځې لپاره! Published: 2026-11-10 Author / editor: یما افغان تاریخ د مړو خاموشه هدیره نه ده. تاریخ د ژوندیو انسانانو د مبارزې ډګر دی. هر کال د نومبر په ۱۰مه، کله چې د سره جنتري پاڼه پرانیزو، د هغو ټولنیزو طبقو د پښو غږ اورو چې په یوه نه‌درېدونکې جګړه کې له یو بل سره ښکېلې دي. د برلین د کارګرانو له شوراګانو څخه د سورابایا تر سنګرونو، د کویفانګونډو د مرګ له لارې څخه د نایجر ډیلتا تر اعدامونو پورې، یو واحد حقیقت په چیغه اعلان کوي: ازادي هېڅکله د چا ډالۍ نه ده پاتې شوې، بلکې تل د مبارزې له لارې ترلاسه شوې ده. ۱. لومړی درس: ځواک د ټوپک له شپېلۍ څخه نه، بلکې د ولسونو له سازمان‌یابۍ څخه راولاړېږي د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۱۰مه، کله چې د جرمني سترواکۍ ړنګېده، د جرمني بورژوازي په وېره کې ډوبه شوه. خو پرولتاریا څه وکړل؟ د ولسي استازو شورا یې جوړه کړه. په برلین، ستراسبورګ او کولمار کې کارګرانو او سرتېرو، د پارلمان له اجازې پرته، واک په خپل لاس کې واخیست. دا په خپل جنیني شکل کې د پرولتاریا دیکتاتوري وه؛ هغه واک چې له پاسه نه، بلکې د فابریکو له منځه او د سنګرونو له لیکو څخه راولاړ شو. ستر لینین موږ ته راښوولي دي: انقلاب د ولسي پاڅونونو هنر دی. خو نن اپورتونیستان موږ ته وایي چې د ټاکنو په تمه کېنئ، د بهرنیو مرستو په تمه شئ. د نومبر د لسمې نېټې تاریخ زموږ پر مخ څپېړه وهي او وایي: هېڅ واکمنې طبقې هېڅکله د رایو له لارې واک نه دی پرېښی. د ۱۹۱۸ کال د جرمني دوه‌ګوني واک موږ ته وښوده چې که انقلابي مخکښ ګوند د سوسیالیستي پوهاوي څراغ د شوراګانو منځ ته ونه‌وړي، خاین سوسیال‌ډیموکراسي به هغه د وایمار جمهوریت، یعنې د پانګوالۍ جمهوریت، په بیه وپلوري. ۲. دویم درس: امپریالېزم د ولسونو اصلي دښمن دی د ۲۰۰۱ کال د نومبر ۱۰مې ته وګورئ. مزارشریف سقوط وکړ، نه د خلکو په لاس، بلکې د B-52 الوتکو د بمونو تر سیوري لاندې. د ۱۹۴۵ کال د نومبر ۱۰مې ته وګورئ. سورابایا د برېتانوي جنګي بېړیو تر اور لاندې وسوځېده. د ۱۹۷۵ کال د نومبر ۱۰مې کویفانګونډو ته وګورئ، هغه ځای چې د MPLA ټانکونو او کیوبایي انترناسیونالیستو جنګیالیو د FNLA د اجیرو ځواکونو، د زئیر د پوځ او د اپارتاید د رژیم ځواکونه وځپل. دغه درې تاریخي پېښې یو واحد مارکسیستي ـ لیننیستي درس لري: امپریالېزم، د پانګوالۍ د تر ټولو لوړې مرحلې په توګه، له جګړې، کودتا او د شېل شرکت له خوا د نایجر د نفتو له لوټولو او د کن سارو ویوا له اعدامولو پرته ژوندی نه شي پاتې کېدای. کله چې په ۱۹۹۵ کال کې د نایجریا پوځي رژیم کن سارو ویوا په دار وځړاوه، د هغه د اعدام رسۍ چا اوبدلې وه؟ هماغه لاس چې په ۱۹۹۱ کال کې یې د ملګرو ملتونو هغه ۳۳۷۹ پرېکړه‌لیک لغوه کړ چې صهیونیزم یې نژادپالنه بللې وه. نړیواله بورژوازي هم نفت غواړي او هم خاوره، او د دواړو د ترلاسه کولو لپاره د ولسونو وینه تویول ورته روا دي. ۳. درېیم درس: انقلاب یوه پېښه نه، بلکې یوه بهیر دی د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۱۰مه، ژیوکوف له ۳۵ کلونو واکمنۍ وروسته له واکه ولوېد. لېبرالانو چیغې کړې: «د تاریخ پای!» خو تاریخ پای ته ونه رسېد. په ۲۰۱۰ کال کې لسګونو زرو محصلینو په لندن کې، د امپریالېزم په زړه کې، د محافظه‌کار ګوند ودانۍ ونیوله. په ۲۰۱۹ کال کې په بولیویا کې د اوو مورالېس پر ضد کودتا وښوده چې بورژوازي ان یو داسې اصلاح‌غوښتونکی هم نه شي زغملای چې د نوي لېبرالېزم پر وړاندې درېږي. دا موږ ته څه راښيي؟ دا چې سوسیالیستي انقلاب په یوه شپه کې نه رامنځته کېږي. د پرله‌پسې انقلاب تیوري په یاد راوړئ. هر شاتګ د راتلونکي برید سریزه ده. د یوه رهبر سقوط د یوه نظام د سقوط په معنا نه دی، تر هغه چې د تولید پر وسایلو خصوصي مالکیت پر خپل ځای پاتې وي. زموږ د نن ورځې پیغام څه دی؟ اې ملگریه ! اې کارګره! اې بزګره! اې بې‌کاره محصله! اې هغې ښځې چې د طبقاتی او جنسیتي ستم دوه‌ګونی پېټی پر اوږو وړې! د نن ورځې جنتري له تا پوښتنه کوي: ته د تاریخ په کوم ځای کې ولاړ یې؟ ایا یوازې نندارچي یې؟ که سازمان‌ورکوونکی؟ زموږ د نن ورځې دنده د ۱۹۱۸ کال د هماغو شوراګانو جوړول دي، خو د ۲۰۲۶ کال له پوهاوي سره. زموږ دنده دا ده چې د زړې ښکېلاکګرۍ پر وړاندې د سورابایا مبارزه، د نوي ښکېلاک پر وړاندې د کویفانګونډو له مبارزې سره او د امپریالېزم او کورني ارتجاع پر وړاندې زموږ د نننۍ مبارزې سره وتړو. زموږ دښمن یو شخص نه دی، بلکې یو نظام دی؛ هغه نظام چې له مزارشریف څخه تر بولیویا، د نایجر له ډیلتا څخه تر لندن پورې، یو واحد منطق لري: ګټه، ګټه او بیا هم ګټه. او زموږ ځواب هم باید یو نظام وي: تشکیلات، طبقاتي پوهاوی او د پرولتاریا مخکښ ګوند. د نومبر لسمه موږ ته وایي: اتلان تر هغه نه مري، څو چې مبارزه روانه وي. د اندونیزیا د اتلانو ورځ، د اوګوني د شهیدانو ورځ او د جرمني د سرو شوراګانو ورځ؛ دا ټولې یوه ورځ ده: د ژوندیو انسانانو ورځ. ژوندی دې وي سوسیالېزم! ژوندی دې وي پرولتري انترناسیونالېزم! مرګ پر امپریالېزم او ارتجاع!