له پوهاوي څخه تر سازمان‌موندنې پورې؛ د تاریخ د بدلون ځواک د ولسونو په لاس کې دی! Published: 2026-11-09 د نن ورځې نړۍ د هغو کړکېچونو په توپان کې راګیره ده چې ګډې ریښې لري: بېوزلي او بېکاري، جګړې او جبري کډوالي، ټولنیزه نابرابري، د چاپېریال ویجاړېدل او د میلیونونو انسانانو له لومړنیو بشري حقونو څخه محرومېدل. د دې نړۍ په یوه خوا کې شتمني او واک د یوې کوچنۍ لږکۍ په لاسونو کې راټولېږي او په بله خوا کې د بشریت زیارکښه اکثریت د استثمار، اقتصادي ناامنۍ او بې‌عدالتۍ تر درانه بار لاندې ملا ماتوي. دا وضعیت تصادفي نه دی؛ بلکې د هغو اړیکو انعکاس دی چې پکې د پانګې ګټه د انسان پر اړتیاوو او د واکمنو کړیو ګټې د ولسونو پر برخلیک لومړیتوب لري. افغانستان، له خپلو ژورو تاریخي ټپونو او راټولو شویو اقتصادي او ټولنیزو کړکېچونو سره، د دې ناورین له څرګندو بېلګو څخه دی. له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخ بېرته راستنېدل، په داسې شرایطو کې چې د هېواد اقتصاد د کاري ځواک د جذب توان نه لري، د بېکارۍ، بېوزلۍ او بې‌سرپناهۍ کړکېچ لا پسې ژوروي. د راستنېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو د اړتیا او همدارنګه د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه د نن ورځې راپورونه یو ځل بیا څرګندوي چې د میلیونونو انسانانو ژوند له لومړنیو امکاناتو څخه له محرومیت سره تړلی دی. په داسې شرایطو کې، د خلکو لپاره د کار، زده‌کړې، درملنې او استوګنې د حق له تأمین پرته د پرمختګ او بیارغونې په اړه خبرې کول، له تشو او بې‌ملاتړه شعارونو پرته بل څه نه دي. انساني ځواک د هرې ټولنې تر ټولو ستره پانګه ده؛ خو دا ځواک یوازې هغه مهال د پرمختګ په عامل بدلېدای شي چې د بېوزلۍ، بې‌سوادۍ، تبعیض او بې‌حقوقۍ له زنځیرونو څخه ازاد شي. هغه ټولنه چې کارګران او ځوانان یې د بېکارۍ په لیکو کې سرګردانه وي او کورنۍ یې له بنسټیزو خدمتونو محرومې پاتې وي، نه شي کولای باثباته راتلونکې ترلاسه کړي. د افغانستان د ښځو او نجونو له زده‌کړې، کار او ټولنیزې او سیاسي ونډې څخه محرومول، د ټولنې پر وجود او د هېواد پر راتلونکي دروند ګوزار دی. هېڅ ټولنه د خپل انساني ځواک د نیمایي برخې په حذفولو سره رښتیني پرمختګ ته نه شي رسېدای. د نجونو زده‌کړه، د ښځو حقوقي برابري او په ټولنیز ژوند کې د هغوی ازاده ونډه، فرعي او تشریفاتي غوښتنې نه دي؛ بلکې د ټولنې د ازادۍ او پرمختګ له بنسټیزو ستنو څخه دي. د ښځو له برابرۍ پرته ازادي او ټولنیز عدالت نیمګړي او بې‌مانا مفاهیم دي. په نړیواله کچه هم د سترو قدرتونو سیالۍ، جګړې او سیاسي کړکېچونه څرګندوي چې جیوپولیتیکي او اقتصادي ګټې لا هم د میلیونونو انسانانو پر ژوند سیوری غوړوي. د سترو قدرتونو ډیپلوماټیکې غونډې، د سیمه‌ییزو او نړیوالو شخړو ترڅنګ، د نفوذ، سرچینو او ستراتیژیکو ګټو پر سر د سیالیو څرګندونه کوي. په همدې وخت کې، اقلیمي کړکېچ تر ټولو دروند بار د بېوزلو خلکو او کم‌عاید لرونکو هېوادونو پر اوږو ږدي؛ هغه خلک چې د دې کړکېچ په رامنځته کولو کې یې تر ټولو لږه ونډه لرلې، خو د وچکالۍ، سېلابونو، مرګونو ګرمو څپو او د طبیعي سرچینو د ویجاړېدو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي. د تاریخي ماتریالېزم له لیدلوري، دغه کړکېچونه د تولید، مالکیت او شتمنۍ د وېش له اړیکو څخه جلا نه شي څېړل کېدای. باید وپوښتل شي چې څوک تولید کوي، څوک د کار لاسته راوړنې په خپل واک کې اخلي او څوک د کړکېچونو بیه پرې کوي. تر هغه چې د خصوصي ګټې منطق پر عامه اړتیاوو واکمني کوي او د انسان کاري ځواک د شتمنۍ د راټولولو لپاره په یوه سوداګریز توکي بدلېږي، بېوزلي او نابرابري به بیا بیا تولیدېږي. د څېرو او شعارونو بدلون، پرته له دې چې د ناعادلانه اقتصادي او ټولنیز بنسټونو بدلون رامنځته شي، په یوازې ځان د ازادۍ لار نه شي پرانیستلای. د دغو اړیکو پر وړاندې، په بېلابېلو هېوادونو کې د کارګرانو او زیارکښو مبارزې تاریخي ارزښت لري. د عمومي اعتصابونو او د ګرانۍ، کاري ناامنۍ او د کورونو د بحران پر ضد د اعتراضونو غوښتنې څرګندوي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو غوښتنې په یوې سیاسي او ټولنیزې مسئلې بدلې شوې دي. د فلسطین د خلکو په دفاع کې اعتراضي لاریونونه او د جګړې او وژنو پر وړاندې د پیوستون غبرګونونه هم دا څرګندوي چې ټولنیز وجدان او اعتراضي اراده لا هم ژوندۍ ده. له بلې خوا، په خطرناکو لارو کې د کډوالو مړینه د هغې نړۍ تریخ انځور رابرسېره کوي چې محروم انسانان پکې د امنیت او ښه ژوند د موندلو لپاره د بېوزلۍ، جګړې او غیرانساني سیاستونو قرباني کېږي. خو یوازې د بې‌عدالتۍ پر وړاندې غوسه تاریخ نه شي بدلولای. ګډ کړاو هغه مهال د بدلون په ځواک بدلېږي چې له طبقاتي پوهاوي، تشکیلاتي انسجام، پیوستون او سیاسي برنامې سره وتړل شي. د کارګري او انقلابي جنبشونو تجربو ښودلې ده چې تیت او پرک ځواک، که هر څومره پراخ هم وي، د واک د سازمان‌یافته جوړښتونو پر وړاندې زیان‌من پاتې کېږي. کارګره طبقه د خپلو حقونو د دفاع لپاره خپلواکو تشکیلاتو، سیاسي پوهاوي او له نورو زیارکښو سره ټینګې اړیکې ته اړتیا لري. له سازمان‌یابۍ پرته اعتراض تیت او پرک پاتې کېږي؛ له پوهاوي پرته غوسه په ناسمو لارو سوق کېږي؛ او د ازادۍ له روښانه لیدلوري پرته ټولنیزې غوښتنې په محدودو اصلاحاتو کې راټولېږي. له همدې امله، د مترقي او انقلابي ځواکونو دنده یوازې د بېوزلۍ انځورول او د ظلم غندل نه دي؛ بلکې د هغې د ریښو په اړه د خلکو روښانول، د تیت او پرک مبارزو سره نښلول، د زیارکښو له حقونو څخه دفاع او د پیوستون او سازمان‌یابۍ د فرهنګ پراخول هم دي. د ډوډۍ، کار، کور، درملنې او زده‌کړې لپاره مبارزه د ازادۍ، برابرۍ او ټولنیز عدالت له مبارزې څخه جلا نه ده؛ دغه ټولې غوښتنې د هغې تاریخي مبارزې برخې دي چې موخه یې د داسې ټولنې رامنځته کول دي چې انسان پکې د پانګې د ګټې وسیله نه، بلکې د ټولنیز ژوند محور وي. د افغانستان لپاره دا حقیقت حیاتي اهمیت لري. له بېوزلۍ او وابستګۍ څخه خلاصون، د اقتصاد بیارغونه، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د عامه خدمتونو تأمین، د ښځو د حقونو تضمین او د ټولګډونه زده‌کړو پراختیا، د کارګرانو، بزګرانو، مترقي روڼ‌اندو، ښځو او ځوانانو له آګاهانه او سازمان‌یافته ګډون پرته ناشوني دي. هېڅ ځواک د خلکو د ارادې او سازمان‌یابۍ ځای نه شي نیولای. د هېواد راتلونکې باید د زیارکښ اکثریت د ګټو، د وګړو د ازاد ګډون او ټولنیز عدالت پر بنسټ جوړه شي، نه د محرومیت او د واک د انحصار پر بنسټ. تاریخ د ژغورونکو د انتظار ډګر نه دی؛ بلکې د هغو انسانانو د مبارزې ډګر دی چې د بدلون اړتیا درک کوي او د هغه د تحقق لپاره سره متحد کېږي. هېڅ زنځیر په هیلو نه شلېږي او هېڅ ټولنه د تحمیل شوي برخلیک پر وړاندې په تسلیمۍ سره ازادۍ ته نه رسېږي. پوهاوی، سازمان‌یابي او ګډه مبارزه د واقعیت د بدلون وسایل دي. د نړۍ زیارکښو! راتلونکې ستاسو په انتظار نه جوړېږي؛ بلکې تاسو هغه ځواک یاست چې باید خپله یې جوړه کړئ. له تیت او پرک حالت څخه د پیوستون پر لور، له اعتراض څخه د سازمان‌یابۍ پر لور او له پوهاوي څخه د موخه‌مندې مبارزې پر لور ګامونه واخلئ. د ازادۍ، برابرۍ او ټولنیز عدالت بیرغ هسک وساتئ؛ ځکه تاریخ په تسلیمۍ سره مخته نه ځي، بلکې د آګاهو، متحدو او مبارزو انسانانو په اراده بدلېږي!