د تاریخ بدلوونکی ځواک؛ کله چې طبقاتي پوهاوی له نړیوال پیوستون سره یوځای کېږي! Published: 2026-11-06 تاریخ د هغو ولسونو او ټولنیزو ځواکونو په اراده او مبارزه بدلېږي چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره له بې‌عدالتۍ، استثمار او واکمنو مناسباتو سره د مقابلې هوډ وکړي. د فرانسې، جرمني او ایرلنډ په بېلابېلو ښارونو کې د کارګرانو پراخ اعتصابونه او لاریونونه یوازې د معاشونو او کاري امتیازونو د زیاتوالي غوښتنه نه ده؛ بلکې دا د کارګرې طبقې د ویښتابه، د خپلو حقونو د پېژندنې او د پانګوال نظام د استثماري جوړښت پر وړاندې د منظمې مبارزې څرګندونه ده. کله چې زرګونه او سلګونه زره کارګران د خپلو ګډو ګټو لپاره په یوه لیکه کې درېږي، د تاریخ د بدلون هغه ځواک راڅرګندېږي چې هېڅ استثماري نظام یې د تل لپاره د چوپتیا او تسلیمۍ تر سیوري لاندې نه شي ساتلای. په فرانسه کې د کارګرانو پراخ خوځښت، په جرمني کې د فلزکارانو اعتصابونه او په ایرلنډ کې د دولتي سکتور د کارکوونکو د مبارزې ملاتړ، یو ځل بیا دا حقیقت څرګندوي چې د کارګرې طبقې ځواک د هغې په یووالي، سازمان او طبقاتي شعور کې نغښتی دی. د کارګرانو مبارزه هغه مهال تاریخي اغېز مومي چې له انفرادي غوښتنو څخه د ټولنیز بدلون تر افق پورې لوړه شي؛ هغه مهال چې د مزدورانو ورځنۍ غوښتنې د استثمار د له منځه وړلو، د ټولنیز عدالت د ټینګښت او د انسان د انساني ژوند د شرایطو د رامنځته کولو له سترې موخې سره وتړل شي. همدا طبقاتي شعور دی چې د کارګرانو د خوځښتونو ترمنځ د پولو له محدودیتونو پورته نړیوال پیوستون پیاوړی کوي. په نړیوال ډګر کې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي او اټومي ترینګلتیاوې، د سیمې امنیتي معادلې او د نړیوالو بازارونو بې‌ثباتي یو ځل بیا څرګندوي چې د امپریالیستي سیالیو او ستراتیژیکو ګټو په شخړو کې د ولسونو برخلیک د سترو قدرتونو د معاملاتو قرباني کېدای شي. د مالي بازارونو ناڅاپي ټیټوالی او د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت اړوند ونډو بې‌ثباتي هم دا حقیقت رابرسېره کوي چې پانګوال اقتصاد، سره له دې چې د پرمختګ او سوکالۍ ادعاوې کوي، له ژورو جوړښتي تضادونو او پرله‌پسې بحرانونو سره مخ دی. د مارکسیستي ـ لیننیستي تحلیل له مخې، د دې بحرانونو د ریښو پېژندنه د پانګې، تولید، کار او د ټولنیزې شتمنۍ د وېش د مناسباتو له علمي څېړنې پرته ناشونې ده. زموږ د هېواد افغانستان واقعیتونه بیا د همدې نړیوالو تضادونو تر څنګ د یوې ژورې ټولنیزې او سیاسي فاجعې انځور وړاندې کوي. د خبریالانو ځپل، د بیان د ازادۍ محدودول، د ښځو پر زده‌کړو او ټولنیز ګډون بندیزونه او د جنسیتي توپیر د رسمي کېدو پر وړاندې د نړیوالو هڅو اړتیا، د ولس د اساسي حقونو د سیستماتیک نقض څرګندې بېلګې دي. د ډبرو سکرو د استخراج او انرژۍ د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو قراردادونه هم هغه مهال د ملي پرمختګ وسیله کېدای شي چې شفافیت، د خلکو ګټې، د چاپېریال ساتنه او د ملي شتمنیو عادلانه مدیریت تضمین کړي؛ نه دا چې طبیعي سرچینې د محدودو اقتصادي کړیو د ګټې او واکمنۍ په وسیله بدلې شي. افغانستان یوازې د سیاسي واک د بدلون اړتیا نه لري؛ بلکې د یوه ژور، بنسټیز او عادلانه ټولنیز بدلون غوښتونکی دی. هغه بدلون چې د کارګرانو، بزګرانو، روڼاندو، ځوانانو او ټولو زیارکښو پر فعال ګډون ولاړ وي؛ د ښځو بشپړ سیاسي، اقتصادي او ټولنیز برابري تضمین کړي؛ د زده‌کړې، کار او بیان ازادي د هر انسان نه‌انکارېدونکي حقونه وبولي؛ او ملي شتمنۍ د ټول ولس د هوساینې او پرمختګ په خدمت کې وکاروي. د داسې بدلون لپاره یوازې نارضایتي بسنه نه کوي؛ سیاسي پوهه، روښانه فکري دریځ، پیاوړی سازمان او دوامداره مبارزه اړین شرایط دي. د تاریخ درس روښانه دی: هېڅ ولس د بې‌وسۍ، ناپوهۍ او وېش په حالت کې خپلواک راتلونکی نه شي جوړولای. د کارګرانو نړیواله مبارزه موږ ته دا پیغام راکوي چې د ټولنیز بدلون ځواک په ولسونو کې پروت دی، خو دغه ځواک هغه مهال اغېزمنېږي چې په پوهاوي، یووالي او منظمې مبارزې سمبال شي. زموږ دنده دا ده چې د زمانې له واقعیتونو څخه ژور درس واخلو، د خلکو د حقونو د دفاع لپاره روښانه سیاسي دریځ خپل کړو او د استثمار، بې‌عدالتۍ او هر ډول ټولنیز تبعیض پر وړاندې د مبارزې لیکې پیاوړې کړو. د افغانستان د خلکو دیموکراتیک گوند- نوی بیرغوال ، باور لري چې د آزاد، برابر او عادلانه ټولنې جوړول د کارګرانو او ټولو زیارکښو د شعوري، متحدې او سازمان‌یافته مبارزې له لارې شوني دي. راتلونکی د هغو ځواکونو دی چې د انسان د آزادۍ، ټولنیز عدالت، ملي خپلواکۍ او د استثمار د پای ته رسولو لپاره په علمي پوهاوي او نه‌ماتېدونکي هوډ مبارزه کوي. پوهاوی، پیوستون او ټولنیز عدالت؛ د یوې آزادې، برابرې او له استثمار څخه د پاکې ټولنې د مبارزې درې بنسټیز ستنې دي!